ایران د شمالي زلزلې له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي او بېړنۍ مرسته ټینګار

د ایران سفارت په کابل کې د افغانستان له هغو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندونه کړې چې د تېرې شپې د زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې چې د دې سفارت له لوري خپره شوې، راغلي دي چې ایران به د دې سختو شېبو پر مهال د افغان ولس ترڅنګ ولاړ وي او د ورورولۍ او انساني مرستې په روحيه به لازمې مرستې چمتو کړي.

سفارت زیاته کړې، د ایران اړوند ادارې او مرستندویه بنسټونه د زلزله‌ځپلو سیمو د وضعیت د څېړنې په حال کې دي، څو د اړتیا پر مهال د بیړنیو مرستو، درملو او نورو انساني امکاناتو د استولو چارې عملي کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ایران د افغانانو درد خپل درد ګڼي، او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او همکارۍ اړیکې د دې سبب ګرځي چې د سختیو پر مهال یو د بل تر څنګ ودرېږي.

د یادونې ده چې تېره شپه په شمالي ولایتونو کې زلزله شوې وه چې له امله یې یو شمېر کورونه زیانمن شوي او خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1290S
دکمه بازگشت به بالا