ایران له دوغارون دروازې افغانستان ته د چرګړو صادرات بیا پيل شول

ایراني رسنیو د تایباد ولسوالۍ مسوولینو په حواله خبر ورکړی، چې افغانستان ته د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات د دوغارون سرحدي دروازې له لارې بيا پيل شوي دي.
د هغوی په وینا، د رسمي جواز له مخې د ۱۱ لاریو په وسیله له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره پورې يو ورځني چرګوړي افغانستان ته صادر شوي دي.
راپورونه وایي، له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د چرګانو د غوښې کمښت د افغاني بازارونو لپاره یوه جدي ننګونه وه، چې د دغو صادراتو له بیا پيل سره به تر ډېره بریده راکمه شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3450e

