ایران وايي، هرمز تنګي کې یې د اسراییل کښتۍ په نښه کړې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې هرمز تنګي کې د اسراییل یوه کښتۍ د بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوې او اور یې اخیستی دی.
د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو قومندان ویلي، برید د بېپیلوټه الوتکې له لوري ترسره شوی او هدف ګرځېدلې کښتۍ تر څار لاندې ده.
تر اوسه اسراییلي چارواکو په رسمي ډول دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

