ایران په افغانستان کې د سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله د خلکو د مړینې او ټپي کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
سفارت په خپاره شوي پیغام کې له زیانمنو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او دا پېښه یې دردناکه بللې ده.
همداراز ټپیانو ته د ژر رغېدو هیله څرګنده شوې او له اغېزمنو کورنیو سره د همدردۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

