ایران کې افغان وزیر د کډوالو ستونزې واورېدې، د حل ژمنه یې وکړه

د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له مېشتو افغانانو او استادانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې اورېدلې دي.
ياد وزارت وايي، په ایران کې مېشتو افغانانو د لوړو زدهکړو وزیر په ورتګ او د هغوی د ستونزو اورېدو له امله خوښي ښودلې او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
د لوړو زدهکړو وزير ایران مېشتو افغانانو ته په تحصیلي، زېربنایي، اقتصادي او نورو برخو کې د وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړي او څرګنده کړې يې ده چې اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت ټينګ شوی دی.
شیخ نداء محمد ندیم ژمنه کړې چې د کډوالو ستونزې به د ایران حکومت له مسوولینو او د سفارت له استازو سره شریکې کړي، څو هغوی ورته د حل ډاډ ورکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w720e

