ایران کې ۷ مېلیونه کسان د اورېدو ستونزه لري

د ایران د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد که شاوخوا ۷ مېلیونه خلک د غږونو اورېدو له ستونزې سره مخ دي. د یاد وزارت یوه چارواکي جعفر جندقي ویلي، له هرو درېیو کسانو څخه چې عمر یې له ۶۰ کلونو پورته وي؛ یو یې د اورېدو له اختلال سره مخ دی.
هغه ویلي: «په ایران کې شاوخوا ۷ مېلیونه کسان د اورېدو له ستونزو سره مخ دي او اړینه ده، چې د کره پلان جوړونې له لارې د دغه ستونزې د زیاتوالي مخه ونیول شي.» د ډاکټرانو په وینا؛ د ځینو درملو او انټيبیوټیکونو ناسمه کارونه د کماورېدنې له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2412e

