باجوړ کې پوځي عملیات؛ زرګونه بې ځایه شوي او د ولس غږ د سولې غوښتنه کوي

د پښتونخوا له باجوړه رپوټونه وايي، لسګونه زره کسان هله له خپلو کورونو بې ځایه شول چې د باجوړ په واړه ماموندو او ورڅېرمه سیمو کې د پاکستان پوځ عملیات پیل کړل.

پوځیان د خپلو مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره له چورلکو او درنو توپونو کار اخلي.

دا عملیات د تېرې میاشتې وروستیو کې پیل شوي وو خو د قومي مشرانو په منځګړیتوب یوه څه وځنډول شول. ځايي مخورو د پاکستاني طالبانو له استازو سره خبرې وکړې خو وروسته وویل شو چې دغه وسله والې ډلې له سیمې د وتلو خبره ونه منله.

باجوړ کې یوه چارواکي سعیدالله جان ویلي، ” له ۲۰ زرو ډېرې کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي.” دغه چارواکي ویلي چې لوی شمېر بې کوره شوې کورنۍ په ښونځیو او د لوبو یوه کمپلیکس کې ځای پر ځای شوي دي.

ځايي خلکو څو اونۍ وړاندې له پوځي عملیاتو سره مخالفت کې سوله ایزې ناستې او لاریونونه هم کړي وو. د ډېرو وینا دا وه چې په عملیاتو کې ولسي خلک زیانمنېږي.

په ۲۰۰۸ کې هم دغلته د پاکستان پوځ لخوا لوی پوځي عملیات شوي وو چې له امله یې لسګونه زره کسان د پښتونخوا نورو سیمو ته کډه شول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a462s
دکمه بازگشت به بالا