بادغیس کې د نبوت د دعوې په تور یو کس نیول شوی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو کس د نبوت د دعوې په تور نیول شوی دی.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف‌السلام خیبر ویلي، دغه کس چې غیاث‌الدین نومېږي، په سیمه کې یې د الهام ادعا کړې وه او ځان ته یې ځانګړې مرتبه منسوبه کړې وه.

نوموړي زیاته کړې، د یاد کس لومړنۍ رواني او عصبي ارزونې شوې دي، چې له مخې یې هغه له رواني پلوه سالم بلل شوی دی.

د وزارت په وینا، نیول شوی کس به د لا نورو قانوني اقداماتو لپاره اړوندې شرعي محکمې ته وسپارل شي، څو په اړه یې پرېکړه وشي.

دکمه بازگشت به بالا