باقري د افغانانو ۸ زره کاري ویزو غوښتنلیکونه تر پروسس لاندې دي

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د بهرنیو وګړو د کارموندنې څانګې مشر علي باقري ویلي، چې د افغانانو لهخوا یې د کاري ویزو لپاره شاوخوا ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه شمېرې د ورځې په تېرېدو د بدلون په حال کې دي.
باقري ویلي:« دا هغه ۸زره غوښتنلیکونه دي، چې اوسمهال د پروسس په حال کې دي؛ یو شمېر یې منل شوي، ځینې د اصلاح لپاره کار ورکوونې ادارې ته استول شوي او ځینې هم رد شوي دي.»
هغه د ۲۰۰زره ویزو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل:« ویزې د کورنیو اړتیاوو، د مجازو کارونو او مشخصو سیمو د اړتیا له مخې صادرېږي او ښايي له ټاکل شویو ۲۰۰زره ویزو څخه ټولې هغه صادر نهشي.»
د غوښتنلیکونو د پروسې په اړه باقري وویل، چې د ویزو غوښتنې په درېیو برخو وېشل کېږي: «تایید شوې»، «د اصلاح لپاره استول شوې» او «رد شوې» او دغه لړۍ دوام لري. باقري د بهرنیو کارګرو د قانوني ګومارنې په اړه زیاته کړه:« هغه کسان چې کارکوونکو ته اړتیا لري باید لومړی په سیسټم کې نوم لیکنه وکړي، اسناد ثبت کړي او بیا کارګر انتخاب کړي. یوازې مشخصې سیمې او ولایتونه د کارګرو د ګومارنې لپاره غوره شوې دي.»
هغه د کارګرو د حقوقو یادونه هم وکړه:« هغه کسان چې ویزه لري، ایران ته تر ورتګ وروسته د کفالت کارت ترلاسه کړي؛ نو د قانوني کارګر په توګه به وپېژندل شي. کارورکوونکی باید د دوی ټول حقونه ورکړي او هغوی بیمه کړي.»
باقري په پای کې ټینګار وکړ، چې لومړیتوب کورنيو کارګرو ته ورکول کېږي او یوازې په هغه صورت کې چې مناسب کارګر پیدا نهشي؛ خلک کولای شي له بهرنيو کارګرو څخه کار واخلي.

