بامیان: د ترافیکي پېښو له امله درې مړه او دوه ټپیان؛ د بې‌احتیاطۍ عامل ښودل شوی

د بامیان امنیې قوماندانۍ مسوولینو د یاد ولایت په مرکز او «ورس» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله د دریو کسانو د مړینې او دوو نورو د ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

د امنیې قوماندانۍ د دې پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په فاریاب کې هم د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو.

په وروستیو کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A806S
دکمه بازگشت به بالا