بختیار چابهار بندر د افغانستان لپاره ستراتیژیک اقتصادي فرصت دی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رئیس، محمدالله بختیار ویلي چې د «چابهار بندر د ترانزیتي اهمیت» تر نوم لاندې د کنفرانس اساسي موخه دا ده، څو د ایران په همکارۍ د افغانستان اقتصادي اړیکې لا پیاوړې، منسجمې او پراخې شي.

نوموړي څرګنده کړې، چې دا مهال د افغانستان لپاره یو ارزښتناک فرصت رامنځته شوی، څو وکولای شي د چابهار بندر له لارې خپلې سوداګریزې اړیکې له سیمې او نړۍ سره پراخې کړي او د صادراتو او وارداتو بهیر لا چټک او منظم کړي.

بختیار زیاته کړې، د چابهار بندر د افغانستان لپاره یو ستر ستراتیژیک دهلېز ګڼل کېږي، ځکه چې د دغه بندر له لارې د افغانستان صادراتي او وارداتي توکي د متحده عربي اماراتو، هندوستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي او یا له همدغو هېوادونو واردېږي.

هغه ویلي، د چابهار بندر فعال پاتې کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټه لري، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ، ترانزیتي اړیکو او د هېواد د عوایدو د زیاتوالي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

بختیار ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو د چابهار بندر له اقتصادي فرصتونو اعظمي استفاده وشي، او د افغانستان صادراتي لارې له سیمې هېوادونو سره د دوامدارې اقتصادي همکارۍ پر بنسټ ټینګې او خوندي شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1345s
دکمه بازگشت به بالا