بدخشان د موټر چپه کېدو له امله ۷ تنه مړه او ۲ ټپیان شوي

د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «مایمي» ولسوالۍ کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېره شپه د مایمي ولسولۍ په «ورفک» سیمه کې د فیلډر موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده.

د بدخشان مسوولینو د دې خونړۍ ترافیکي پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

د یادولو ده چې یوازې روان کال د هېواد په بېلابېلو لارو خونړۍ ترافیکي پېښې شوې چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3046E
دکمه بازگشت به بالا