بدخشان په ټرافیکي پېښه کې ۳ مړه او ۷ ټپیان؛ څېړنې پیل شوي

په بدخشان ولایت کې د اسلامي امارت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د شهر بزرګ ولسوالۍ د کوتل خاکرېز په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او چپه شو، چې له امله یې یاد تلفات واوښتل. هغه زیاته کړې چې د پېښې ټول ټپیان د بیړنیو مرستو لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند همداراز ویلي، چې د پېښې د دقیقو لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي او اړوندې ادارې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره پر ترافیکي خوندیتوب ټینګار کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W2019E

