بدخشان کې د قرغیزستان له سفیر سره د لیسې پر جوړولو خبرې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه پلاوي د بدخشان والي په ګډون د قرغیزستان له سفیر صدیقوف کاردقون او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دغه ناسته کې د قرغیزستان سفیر ویلي چې د ولسمشر په ځانګړي حکم یې بدخشان ولایت ته له تخنیکي پلاوي سره سفر کړی، څو د پامیر لیسې د جوړولو په اړه له اړوندو مسوولینو سره مشورې وکړي.
دواړو لورو د لیسې جوړول د دوستانه اړیکو د پراختیا او ښه ګاونډیتوب څرګند مثال بللی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي په دې ناسته کې د یاد کمپلکس لپاره ټاکل شوې سیمه له نږدې کتلي، او ویلي یې دي چې د معیارونو له ارزونې وروسته به د جوړولو عملي چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
ویل شوي چې تر دې وړاندې د وزارت مشرتابه بدخشان ته په سفر کې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د پېژندپاڼو وېش، د مخابراتي شبکو فعالول، د پامیر سړک رغول، د پامیر ولسوالۍ منظورول او د ښوونځي په ګډون د څو نورو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی و.

