بدري او مردوف د تورغونډۍ بندر او ټاپي پر پرمختګ وغږېدل

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار په ملتیا، د رسمي سفر پر مهال تورغونډۍ بندر کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او یو شمېر نورو لوړپوړو ترکمن چارواکو له لوري تود هرکلی وشو.
سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د تورغونډۍ بندر روانو پراختیايي چارو ارزونه وکړه او د بندر ظرفیت لوړولو، ترانزیټي اسانتیاوو پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا پر لارو چارو تفصیلي خبرې ترسره شوې. ټینګار وشو چې یاد بندر د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهمه نقطه ده او پراختیا به یې د اقتصادي همکاریو کچه لا لوړه کړي.
دواړو لوریو همداراز هرات کې د ټاپي پروژې له روانو چارو لېدنه وکړه. د پروژې مسؤلینو د کار د پرمختګ، تخنیکي بهیر او راتلونکو پړاوونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ملا هدایتالله بدري ټاپي پروژه د سیمې لپاره بنسټیزه اقتصادي پروژه وبلله او ټینګار یې وکړ چې چارې دې له ټاکلي مهالوېش او معیاري اصولو سره سم پر مخ یووړل شي، څو پروژه په وخت بشپړه او د سیمې اقتصادي نښلونې ته عملي بڼه ورکړي.
دغه کتنه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي همکاریو، ترانزیټي وصلتیا او ستراتیژیکو پروژو پرمختګ برخه کې مهم ګام بلل کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او همغږي لا پیاوړې کوي.

