برادر امن افغانستان باید د فرصت پر ځای تهدید ونه ګرځي

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې یو امن افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي او هېڅوک باید دا فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.
ښاغلي برادر په کندهار کې د «الجامعة السلامية درالعلوم کندهار» کې اسلامي مدرسې د ټولنې د اصلاح او فکري روزنې مهم بنسټونه بللي او پر علماوو یې غږ کړی، چې خلک په نرمه او حکیمانه ژبه سمې لارې ته راوبولي.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره پر سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري او دا بهیر په وروستیو کلونو کې پیاوړی شوی دی.
ښاغلي برادر ټولو هېوادونو ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان له بشري ظرفیتونو څخه د سیمهییز او نړیوال مشارکت په چوکاټ کې استفاده وکړي، او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به د هېچا حق ضایع نه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې له يادې مدرسې د دې فراغتغونډې په ترڅ کې شاوخوا زر تنه فاضلان فارغ شوي دي.

