برادر له ترکمنستان سره د اقتصادي دهلېز هڅې روانې دي

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر «ټاپي» پروژې محدود نه دی، بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پراخ اقتصادي دهلېز د رامنځته کولو هڅې روانې دي.

ښاغلي برادر د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره په ګډه له «ټاپي» پروژې د ليدنې پرمهال زياته کړې: “دغه دهلېز د ټاپ-۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د رېل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه رانغاړي، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنيت او دوام لپاره ژمن دی. ”

دا په داسې مهال ده، چې د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال او د ترکمنستان رهبر نن په هرات کې د «ټاپي» پروژې له عملي چارو ليدنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1034s
دکمه بازگشت به بالا