برازیل بولسونارو د نظربندۍ سرغړونې او احتمالي تېښتې هڅې له امله ونیول شو

د برازیل پخوانی ولسمشر جیر بولسونارو د خپل کور ته نږدې هغه مهال ونیول شو، کله چې د ملاتړو د یوې غونډې د پیل کېدو څو شېبې پاتې وې. بولسونارو له میاشتو راهیسې د محکمې د حکم له مخې په کور کې تر نظربندۍ لاندې و، خو د قضایي احتیاطي تدابیرو د سرغړونې له امله تازه نیول شوی دی.
د برازیل د سترې محکمې قاضي الکساندر ډی موریس د هغه د نیولو امر صادر کړی او ویلي یې دي، چې د بولسونارو ملاتړکوونکي په تېر کې د هغه د کور د نظربندۍ پر مهال څو ځله غیرقانوني راټول شوي او دا وضعیت د امنیتي ګډوډۍ لامل شوی و. د ده په وینا، داسې شواهد هم شتون لري چې ښيي پخواني ولسمشر د احتمالي تېښتې هڅه کړې وه.
قاضي زیاته کړې، د ملاتړکوونکو راټولېدنه د نظربندۍ شرایطو ته مستقیم ګواښ جوړوي او حتی کولی شي بولسونارو ته د تېښتې لپاره زمینه برابره کړي. هغه په دې تړاو د بولسونارو پخوانۍ هڅې هم یادې کړې چې ګواکې هغه په ارجنټاین سفارت کې د پناه اخیستو هڅه کړې وه.
د بولسونارو قانوني استازي د هغه د نیول کېدو موضوع تایید کړې ده.
بولسونارو د ۲۰۲۲ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له بایللو وروسته د کودتا د احتمالي پلان په تور په سپتمبر کې په ۲۷ کاله او درې میاشتې بند محکوم شوی و. هغه په یوه جلا قضیه کې د احتیاطي تدابیرو د سرغړونې له امله له ۱۰۰ ورځو ډېر په کور کې تر نظارت لاندې تېر کړي دي.
د هغه تازه نیول د برازیل په سیاسي فضا کې یو ځل بیا د پخواني ولسمشر قضایي دوسیه د بحث مرکز ته راوړي او ښيي چې د نوموړي قانوني ستونزې لا هم په دوام کې دي.

