براون پوهنتون د ډزو په پېښه کې ۲ تنه وژل شوي، پولیس د وسلهوال لټون کوي

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو پېښه رامنځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سیمې امنیتي وضعیت سخت شوی او پولیسو پراخ پلټنيز عملیات پیل کړي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه لا هم د وسلهوال کس په لټه کې دي، خو تر دې مهاله یې د نیولو په برخه کې کومه رسمي پایله نه ده اعلان شوې. پولیس وایي، د پېښې ټول اړخونه په جدي توګه څېړل کېږي او د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په امریکا کې د ورته تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي، چې د امنیتي بنسټونو او ټولنې اندېښنې یې راپارولې دي. چارواکي ټینګار کوي چې د دغو پېښو د لاملونو د معلومولو لپاره به هر اړخیزې څېړنې روانې وساتل شي او د قانون له مخې به لازم اقدامات ترسره شي.
د براون پوهنتون مسؤلینو هم د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې له امنیتي ادارو سره په بشپړه همغږۍ کې کار کوي، څو وضعیت ژر تر ژره عادي حالت ته راوګرځي.

