بریتانیا او اروپايي ټولنه د اوکراین سولې او کنګل شویو شتمنیو په تړاو خبرې شوې

د بریټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر او د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون درلاین د شنبې په ورځ د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د سولې له وړاندیزونو او همداراز د روسیې د کنګل شویو ملي شتمنیو د کارونې پر ممکنه لارو چارو هر اړخیزې خبرې کړې دي، څو اوکراین ته د دوامدارې مالي مرستې زمینه برابره شي. دواړو لوریو ټینګار کړی چې د روانو هڅو موخه دا ده چې کېیف ته هم سیاسي ملاتړ پیاوړی شي او هم اقتصادي سرچینې خوندي وساتل شي، څو دغه هېواد د جګړې له اغېزو راووځي.
د ډاونینګ سټریټ یوه ویاند د دواړو مشرانو د لیدنې تر پای وروسته ویلي، سټارمر او فون درلاین پر دې سلا شوي چې دا پړاو د اوکراین د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري. د ویاند په وینا، دواړو ټینګار کړی چې اروپا به د اوکراین ترڅنګ ولاړه پاتې شي، څو عادلانه، هر اړخیزه او دوامداره سوله ټینګه شي او سیمهییز ثبات ته لاره هواره شي.

