بریتانیا د انساني قاچاق مخنيوي لپاره لسکونه میلیونه ډالر ځانکړي کړي

د بريتانيا د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په انګریز تنګي کې د ناقانونه انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د ۱۳۰ میلیونه ډالرو (۱۰۰ میلیون پونډو) اضافي بودیجه اعلان کړې ده.
دا پیسې به د یاد هېواد د ملي جرمونو ادارې د ۳۰۰ اضافي افسرانو او همدارنګه د نوې ټېکنالوژۍ او وسایلو لپاره ورکړل شي.
د روان کال جولای تر پایه له ۲۵ زره ډېر خلک له فرانسې بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې راوښتي دي او د کال په دې موده کې یې ریکارډ جوړ کړی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیره یویټ کوپر وايي، دا ګام به پولیسو ته دا زمينه برابره کړي، چې “د انساني قاچاق ډلې وڅاري او د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي.” خو د بریتانیا محافظه کار ګوند دا ګام د خبري “سر ټکو هڅه بولې.” چې په وینا یې هېڅ ریښتیني بدلون به را منځته نه کړي.”
که څه هم د بریتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر هڅه کړې، د محافظه کار ګوند پخواني مشر ریشي سونک په څېر د “کښتيو مخنیوي” ځانګړې ژمنه و نه کړي، خو د هغه سلاکاران پوهېږي، د هغه دا ژمنه، چې “د انساني قاچاق ډلې به له منځه وړي” يو وخت پايله ولري.