برېټانیا خپلو وګړو ته مو خبرداری ورکوو، افغانستان ته له سفره دې ډډه وشي

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفره په کلکه ډډه وکړي او دا پرېکړه یې د امنیتي اندېښنو له امله اړینه بللې ده.
یاد وزارت په خپله تازه خبرتیا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ مهمې لارې تړلې پاتې دي، چې دا حالت د بهرنیو وګړو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د برېټانیوي وګړو د نیول کېدو احتمال شته او د قونسلګرۍ د مرستو لاسرسی هم محدود دی. د وزارت په وینا، اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د خوندي سفر ضمانت ورکړل شي، له همدې امله له ټولو برېټانیوي وګړو غوښتنه شوې چې افغانستان ته د سفر له هر ډول پلان څخه ډډه وکړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې دا سپارښتنه د وګړو د خوندیتوب په موخه شوې او تر بلې خبرتیا پورې به پر خپل ځای پاتې وي.

