برېټانیا: لومړي وزیر سټارمر هند ته د سوداګرۍ تړون د پیاوړتیا په موخه سفر پیل کړ

رویټرز ویلي، د برېټانیا لومړي وزیر، کې‌یر سټارمر د چهارشنبې په ورځ هند ته خپل دوه‌ورځنی سفر پیل کړی چې له هغه سره د سوداګرۍ، کلتور او پوهنتونونو له برخو له سلو زیات استازي ملګري دي، څو د تازه لاسلیک شوي سوداګریز تړون د پیاوړتیا هڅې وکړي.

برېټانیا او هند په جولای میاشت کې برېټانیا ته د هند د لومړي وزیر، نرېندرا مودي د سفر پر مهال د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ چې له مخې به د ټوکر او موټرو په څېر توکو ګمرکي تعرفې راکمې شي او شرکتونو ته به د بازار ته د لاسرسي لا ډېر فرصتونه برابر شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6390a
دکمه بازگشت به بالا