برېښنا شرکت راتلونکو درېیو میاشتو کې به کابل ۲۴ ساعته برېښنا ولري

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند قاري محمد صادق حقپرست له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چي په راتلونکو دوو تر درېیو میاشتو پورې به د کابل برېښنا ۲۴ ساعته شي.
د ښاغلي حقپرست په وینا، د ترکمنستان او اوزبیکستان له لوري د ۵۰۰ کیلو ولټ دوه مزي غځول کېږي، چې له رارسېدو سره به د هېواد په برېښنا کې شاوخوا درې زره مېګاواټه زیاتوالی راشي.
نوموړی وایي، د اوزبیکستان د وارداتي مزي په فعالېدو سره به د کابل برېښنا بشپړه ۲۴ ساعته شي، او له ترکمنستانه د دویم مزي په رسېدو سره به د ټول افغانستان برېښنا اړتیاوې پوره شي.
د برېښنا شرکت ویاند ټینګار کوي، چې هڅې روانې دي څو افغانستان په نږدې راتلونکي کې د برېښنا په برخه کې ځانبسیاينې ته ورسېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w138e

