برېښنا شرکت له ترکمنستان سره د برېښنا پروژو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رییس، عبدالباري عمر د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال، باتور امانوف سره کتلي دي.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې دا کتنه د ترکمنستان ۲۰۲۵ نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې شوې او دواړو لورو د انرژۍ سکټور اړوند د مهمو پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې پروژو کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژه، د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې پروژه او د نورالجهاد سبسټېشن جوړول شامل دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6966a

