برېښنا شرکت ژر به د تولید، وېش او لېږد درې مهمې پروژې پیل شي

افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې په نږدې وخت کې به د برېښنا تولید، وېش او لېږد په برخو کې د درېیو مهمو پروژو د چارو د پیل او پرانېستنې رسمي مراسم ترسره شي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د برېښنا د شبکې د پیاوړتیا، د عرضې د ثبات او د خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه پلې کېږي او عملي کېدل به یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا لاسرسي پراختیا ته زمینه برابره کړي.
افغانستان برېښنا شرکت زیاته کړې چې د دغو پروژو له لارې به د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ، د لېږد او وېش بهیر به معیاري او د برېښنا د ضایعاتو کچه به راټیټه شي، چې پایله کې به یې د خلکو ورځني اړتیاوې په ښه ډول پوره شي.
د شرکت مسوولینو ټینګار کړی چې د انرژۍ سکټور پراختیا د اقتصادي ودې بنسټیزه اړتیا ده او هڅې روانې دي څو د برېښنا د پایدارې عرضې لپاره مهمې زېربنایي پروژې پر وخت بشپړې شي.
افغانستان برېښنا شرکت ډاډ ورکړی چې د هېواد د برېښنايي سیستم د پیاوړتیا او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپلې هڅې لا پسې چټکې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W2518e
دکمه بازگشت به بالا