بشارالاسد: د سوریې پخوانی ولسمشر د قتلونو او شکنجو په تور نیولو حکم صادر شو

سوریايي چارواکو د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر تبعید ۹ میاشتې وروسته د هغه د نیولو حکم صادر کړی. د تحقیقاتو یو قاضي ويلي چې د اسد د نیولو حکم د قتلونو او شکنجو سره تړلو تورونو پر اساس صادر شوی دی.

بشارالاسد چې څه باندې دوه لسیزې د سوریې ولسمشر و، د تېرکال په دسمبر کې وروسته له هغې روسیې ته وتښتېد چې اسلامپاله مخالفینو ېې په دمشق کې پر له پسې سیمې ونیولې.

د سوريې دولتي خبري آژانس سانا د شنبې په ورځ په دمشق کې د تحقیقاتو د قاضي، توفیق العلي، له قوله وویل چې په غیاب کې د اسد د نیولو حکم، د طراحي شوو قتلونو او د شکنجو تورونو پر اساس صادر شوی کوم چې د مرګ سبب ګرځېدلي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه تورونه په ۲۰۱۱م کال کې د اسد ځواکونو له خوا د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د خلکو له سرکوبولو سره تړاو لري.

په ۲۰۱۱م کال کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد یو سولیز دیموکراسي پلوه پاڅون رامنځ ته شو چې په دغه هېواد کې ېې سیاسي بدلون غوښت.

د اسد حکومت د پاڅون کونکو د خاموشه کولو له پاره هغوی ته په شکنجې او زندان ځواب ورکړ. په ادامه ېې ډېر ژر په ټوله سوریه کې وضعیت کړکيچن او یوه تمام عیاره جګړه رامنځ ته شوه چې پکې په سلهاوو زره انسانان ووژل شول او درنې ويجاړۍ رامنځ ته شوې.

د بشر حقونو د مدافعینو په حواله، په دې منځ کې په سلونو زره نور خلک د شکنجې په مقصد زندانونو ته واچول شول او یا خو تري تم شول.

قاضي علي د صادر شوي حکم په هکله وویل: «دغه قضايي تصمیم د انترپول (نړیوال پولیس) له لارې د اعلامیې خپرولو او په نړېواله توګه د دغې قضیې تعقیبولو له پاره لار خلاصوي.»

علي زیاته کړه چې دغه حکم د قربانیانو د کورنيو د عرایضو په نتيجه کې صادر شوی دی. د سوریې درعا ښار ته د اسد ضد پاڅون د ټاټوبي په سترګه کتل کيږي.

د سوريايي رسنیو له مخې د دغه هېواد عدلې وزارت د بشارالاسد د نیولو حکم د پنجشنبې په ورځ صادر کړ او پر هغه د لګېدلو تورونو په ډله کې داخلي جګړې ته د لمن وهلو په موخه یوه حمله هم شامله ده.

د بشارالاسد رژیم تر پرځېدو وروسته د سوریې نوې رهبري د یو عصري لیدلوري او دبشري حقونو د درناوي په طرحو سره غواړي نړېوال اقتصادي ملاتړ ترلاسه او د څه باندې ېوې لسیزې په شخړو کې ویجاړه شوې سوریه بېرته آباده کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A868S
دکمه بازگشت به بالا