بلاروس له افغانستان سره د صادراتو او پراختیایي همکاریو هوکړه وکړه

د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت لومړی مرستیال سرګي لوکاشویچ د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له مسولینو سره افغانستان ته د بلاروسي تجهیزاتو او سوداګریزو توکو د صادراتو زیاتوالي پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.
دغه وزارت خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، دا هوکړه له صنعت څخه تر کرنې، د خوراکي توکو تامین، روغتیايي پاملرنې او زدهکړو پورې بېلابېل برخې رانغاړي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد دغه راز د سترو پراختیایي پروژو ملاتړ برخه کې خپلې ځانګړې پاملرنې ته هم دوام ورکوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q561q

