بلجیم: د افغان ناقانونه مېشتو اتباعو د بېرته لېږلو خبرې روانې دي

د بلجیم د کډوالو او پناه اخېستنې وزیرې «آنلین ون بوسویت» ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي د هغو افغان اتباعو د بېرته لېږلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، چې په بلجیم کې په ناقانونه توګه مېشت دي یا د ځينو جرمونو په تړاو تورن شوي دي.
نوموړې له «وي‌ارټي نيوز» سره په مرکه کې ويلي، دا بهیر به یوازې د افغان وګړو د هویت د تثبیت او تخنیکي همکارۍ په کچه وي، نه سیاسي.
هغې زیاته کړې، چې په اروپايي کچه د یوې ګډې تګلارې اړتیا شته، څو هغه کسان چې جرمونه يې کړي یا قانوني اسناد نه لري، خپلو هېوادونو ته واستول شي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کلونو کې ګڼو هېوادونو هڅه کړې، څو له اسلامي امارت سره د ډیپلوماټیکو او خبرو له لارې خپلې ستونزې او د افغان پناه‌ځای‌غوښتونکو د برخې مسایل حل کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A905S
دکمه بازگشت به بالا