بلخ اورلګېدنه ۱۵۰ زره افغانۍ زیان اړولی، ۴۰۰ زره افغانۍ توکي خوندي شول

د بلخ مسوولین وایي چې د مزارشریف ښار شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پرونۍ اورلګېدنې له امله ۱۵۰ زره افغانۍ زیان اوښتی، خو د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا اورلګېدنه د استوګنې په یوه ودانۍ کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه چې پر وخت یې د پراخېدو مخه نیول شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د اور وژنې ټیم پر وخت سیمې ته رسېدلی او اور یې مهار کړی و.

د مسوولینو په وینا چې په دې پېښه کې د ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په پلازمېنه کابل کې د اورلګېدنې له امله مالي زیان اوښتی و.

هغه اورلګېدنه د کابل منډوي سیمې د بوټانو په یو مارکېټ کې لګېدلی و.

تر هغې مخکې په لغمان کې د ماشومانو له لوري د څارویو یو څړځای ته اور ورکړل شوی و.

د یادولو ده چې په هېواد کې د اورلګېدنې ډېری لاملونه بې‌احتیاطي او د ګازو ډبو چاودنې بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2408e
دکمه بازگشت به بالا