بلخ د زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان مړه، ۵۳۴ ټپيان دي

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله تر اوسه د بلخ او سمنګان له ولايتونو څخه تر شل زيات شهيدان او شاوخوا ۵۳۴ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د امرخېل په وينا، د ژغورنې ټيمونه لا هم په سيمه کې بوخت دي او د مرګ‌ژوبلې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی. نوموړي زياته کړې، چې يو شمېر برسېرن ټپيان شخصي روغتونونو ته وړل شوي او د ځينو په سيمه کې درملنه شوې ده.

ډاکټر شرافت زمان وايي، له زلزلې وروسته روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي، او د يادو ولايتونو د روغتيايي مرکزونو سره د همغږۍ په موخه د رهبرۍ په مشرۍ د بېړني غبرګون ناسته شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت ټولو نږدې روغتونونو ته د بشپړ چمتووالي امر کړی او ټينګار يې کړی چې د اړتيا پر مهال به له ګاونډيو ولايتونو هم مرسته وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6948a
دکمه بازگشت به بالا