بلخ د پلاستيکي بوجیو فابریکه پرانیستل شوه؛ شل ټنه تولید او ۲۰۰ کسانو ته کار.

په بلخ ولایت کې د پلاستیکي بوجیو او تارونو نوې فابریکه په رسمي ډول فعاله شوې، چې د اقتصادي ودې، صنعت پیاوړتیا او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي. یاد صنعتي مرکز د ورځې شل ټنه تولید ظرفیت لري او څه باندې دوه سوه کسانو ته یې د کار زمینې برابرې کړې دي.

د بلخ ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې فابریکه کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او تولیدات یې د بازار د اړتیاوو پر بنسټ چمتو کېږي. د فابریکې عمومي مدیر محمد عاصم انصاري وایي چې د تولیداتو کیفیت لوړ دی او د داخلي بازار ترڅنګ د سیمې په کچه هم د سیالۍ توان لري.

د اسلامي امارت د بلخ ولایت والي محمد یوسف وفا د نوې فابریکې فعالول یو ستر اقتصادي ګام بللی. هغه ټینګار کړی چې د هېواد اقتصادي ثبات د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او د هرې نوې فابریکې په فعالیت سره د خلکو لپاره کاري فرصتونه زیاتېږي او د هېواد تولیدي سکتور لا پسې پیاوړی کېږي.

د والي ویاند حاجي زید په خپله څرګندونه کې لیکلي چې تر دې وړاندې بورۍ او پلاستیکي تارونه له نورو هېوادونو واردېدل، خو د بلخ د صنعت‌پالو او پانګه‌والو په ګډ کار سره اوس د ځان‌بساینې په لور عملي ګام پورته شوی. د هغه په وینا، یاده فابریکه کولای شي په کال کې شاوخوا درې میلیونه بورۍ او فارسلان تولید کړي او بازار ته یې وړاندې کړي.

له بلې خوا، سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په وروستیو میاشتو کې په بلخ ولایت کې څو نورې فابریکې هم فعالې شوې، چې د صنعت د پراختیا، د تولید د زیاتوالي او د کارموندنې په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی. هغوی زیاتوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ او د پانګونې لپاره اسانتیاوې د دې لامل شوې چې په شمالي ولایتونو کې صنعتي فعالیتونه د پام وړ وده وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f1005h
دکمه بازگشت به بالا