بلخ د ۷۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوقافي ځمکې پر سر سوداګریز مارکېټ جوړېږي

په بلخ ولایت کې نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر اوقافي ځمکه د ۷۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۸ منزله سوداګریز مارکېټ د جوړېدو پرانيستې مراسم ترسره شوي دي.
په ياد ولايت کې د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال وايي، په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
د بلخ والي، د ولایتي امارتي ادارو رييسانو، ملي سوداګرو، ولسي متنفذینو او ګڼ شمېر ولسونو په ګډه د ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابینې نورو غړیو سره دا ژمنه تازه کړې چې د پاکستاني پوځي رژيم د ښکاره بغاوتونو پر وړاندې به د خپل مقدس شرعي نظام دفاع کوي او هر راز قربانۍ ته به ولاړ وي.
د مراسمو ګډونوالو په څرګند ډول ويلي، چې د خپل مقدس نظام پر وړاندي هیڅ ډول بغاوت نه مني او د بدیلو لارو د موندلو هڅه به وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2083e
دکمه بازگشت به بالا