بلخ له ايرانۍ کمپنۍ سره د درملو وارداتو او ګډو تولیدي پروژو قرارداد

د بلخ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست له یوې ایرانۍ کمپنۍ سره د درملو د وارداتو قرارداد لاسلیک کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست، حاجي هارون رشید قاضي رسنیو ته ویلي چې د یاد قرارداد له مخې به یاده ایراني کمپنۍ هېواد ته د درملو د وارداتو تر څنګ د افغانستان د روغتونو مسلکي نیمګړتیاوو د حل او هغه ازمېښتونه په ایران کې ترسره کېږي چې د هېواد په روغتونونو کې د ترسره‌کېدو وړ نه دي.

بلخوا د «هیلډینګ ټیپکو» کمپنۍ مدیر وایي، چمتو دي چې د درملو د صادراتو تر څنګ په افغانستان کې له افغان پانګوالو سره په شریکه تولیدي کارخونې جوړې او تولیدات ترسره کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F858H
دکمه بازگشت به بالا