بلخ ۲۰۰ کیلوګرامه انساني ویښتان د حکومت د فرمان له مخې وسوځول شول

د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې د ولایت له بیلابیلو برخو څخه راټول شوي ۲۰۰ کیلوګرامه انساني ویښتان وسوځول شول.

د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ وویل چې د جرمي قضیو د څانګې لخوا د ولایت له بیلابیلو برخو څخه دا ویښتان راټول شول.

په دې اعلامیه کې راغلې دي چې، دا اقدام د حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ شوی، چې د انساني ویښتانو پیر او پلور د انساني کرامت خلاف ګڼي او په رسمي ډول یې منع کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3429E
دکمه بازگشت به بالا