بلوچستان ته د انټرنېټ بندښت؛ د خاموشو چیغو پر وړاندې د یوې سیمې ټولنیزه محاصره

له تېرو دوو ورځو راهیسې د کوټې ښار په ګډون ټول بلوچستان کې موبایل انټرنېټ غیرفعال دی. ویل کېږي، د امنیتي اندېښنو له کبله د موبایل انټرنېټ بندولو پرېکړه شوې، خو رسماً په دې هکله څه نه دي ویل شوي.
د چارشنبې پر ماښام د مرکز کوټې په ګډون په بلوچستان کې ناڅاپه موبایل انټرنېټ غیرفعال شو.
بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه افسر د نوم نه څرګندولو په شرط له بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه، چې د روانې اګست میاشتې تر ۳۱ مې پورې به موبایل انټرنېټي خدمتونه تړلي وي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د اګست تر ۱۵ پورې په بلوچستان کې پر غونډو د یوې اړوند قانوني مادې (۱۴۴) له مخې بندیز لګول شوی.
د دې قانوني مادې له مخې په بلوچستان کې پر موټر سائیکلونو د دوو کسانو پر سپرلۍ، د پینځو یا له دې زیاتو کسانو پر یو ځای کېدو، د وسلې پر ښکاره ګرځولو او په عام محضر کې پر مخ پټولو هم بندیز لګول شوی.
د یادونې ده، چې بلوڅ بېلتونپالو وسله والو په تېر کې هم په اګست میاشت کې چې د پاکستان خپلواکۍ ورځې په مناسبت مراسم لمانځل کېږي، وسله وال بریدونه کړي او سږ کال همدې احتمالي خطر ته په کتو سره موبایل انټرنیټي خدمتونه پرچاو شوي او د امنیتي قانون ۱۴۴ ماده پلې شوې ده.