بلوچستان په ټرافیکي پېښه کې د مړو افغانانو شمېر ۱۱ ته ورسېد

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي موټر او تېلو د ټانکر د ټکر په پېښه کې ۱۱ افغانان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، یادو افغانانو د انساني ‌قاچاق کوونکو د یوې منظمې شبکې په مرسته د ایران له لارې په ناقانونه لارو اروپا ته د تګ هوډ لاره.

د ځایي چارواکو په وینا؛ ۲۱ افغانان د ایران له‌خوا جوړ شوي «زامیاد» ډوله موټر کې سپاره وو، چې د قاچاق کوونکو له‌خوا کارېدونکې لارې څخه پاکستان ته داخل شوي وو چې د تېلو له ټانکر سره یې ټکر وکړ.

د نوکنډي ولسوالۍ روغتون طبي افسر ډاکټر نادر خان وویل:« موږ ته ۱۱ مړي او ۹ ټپیان راوړل شوي وو. د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.» د پولیسو په وینا؛ له موټر چلوونکي پرته د پېښې ټول مړه شوي او ټپیان افغانان وو، چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته د یادو افغانانو مړي او ټپیان د اسلامي امارت سرحدي چارواکو ته سپارل شوي دي.

له بل پلوه ایران وايي، چې ۲زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د ایران د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته افغان حکومت ته سپارل شوي دي. له دې وړاندې هم یوشمېر افغانان له ایران سره پر پوله په واورو کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال ګڼ افغان ځوانان د بې‌کارۍ او امنیتي ستونزو له امله په ناقانونه لارو ایران ته او له هغه ځایه نورو هېوادونه ته ځي؛ خو د انساني قاچاق، یخنۍ، لوږې او ناامنو لارو له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، چې ګڼ یې په دغه خطرناکو لارو مري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2160e
دکمه بازگشت به بالا