بلوچستان کې بمي چاودنه مرستیال کمشنر خوندي، نهه تنه ټپیان شول

د پاکستان بلوچستان په کېچ سیمه کې د ځايي مرستیال کمشنر د موټرو کاروان ته نژدې د یوې بمي چاودنې له کبله د اتو ساتونکو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

ځايي پولیس وايي، خپله مرستیال کشمنر ته دې چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی. د بلوچستان په تربت سیمه کې د لیویز ملېشه ځواک یوه چارواکي په وینا چاودېدونکي توکي په یوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو.

دغه چارواکی وايي، چاودنه داسې مهال وشوه، چې مرستیال کمشنر د ساتونکو د موټرو په کتار کې خپل دفتر ته پر لار له سیټي تاڼې سیمې د تېرېدو په حال کې و.

د تربت پولیسو افسر (اېس ایچ او) عبدالغفار وايي، په ټپيانو کې یو ملکي کس دی او نور د لیویز ځواک سرتېري شامل دي.

د تربت پولیسو مشر (ډي اېس پي) نذیر احمد د ټیلیفون له لارې وویل، مرستیال کمشنر ته په دې چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی، خو ساتونکي یې ټپيان شوي.

نوموړی افسر زیاتوي، د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کېچ له ایران سره د پاکستان پر پوله پرته سیمه ده. په بلوچستان کې د ناامنیو له ډېرېدو سره په کېچ او د دې ضلعې په مرکز تربت کې هم د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي او په تېر کې معمولاً د بلوڅانو بېلتون غوښتونکو تنظیمونه د دې پېښو مسوولیت منلی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1260s
دکمه بازگشت به بالا