بهرنیو چارو وزارت اسراییلي رژیم د سومالیا پر حاکمیت ښکاره تېری کړی

د بهرنيو چارو وزارت د اسرائيلي رژيم هغه اقدام په کلکه غندلی، چې له مخې يې د سوماليا له فدرالي جمهوريت څخه د «سوماليلېنډ» نومي سيمه د خپلواک دولت په توګه په رسميت پېژندلې ده.
د ياد وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه اقدام د يوه اسلامي هېواد د تقسيمولو هڅه بللې او په وينا يې، دا کړنه د نړيوالو قوانينو، همدارنګه د سوماليا د اسلامي هېواد د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره نقض دی.
وزارت زياته کړې، چې دا ډول ګامونه د سيمې د سولې او ثبات پر وړاندې منفي پايلې لري او کولی شي وضعيت لا پېچلی کړي.
عبدالقهار بلخي ټينګار کړی چې دغه ډول اقدامات هېڅ ډول مشروعيت او قانوني حيثيت نه لري او د نړيوالو له اصولو سره په ټکر کې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2605e
دکمه بازگشت به بالا