بهرنیو چارو وزارت د متقي او ډار ترمنځ یوازې دوه رسمي اړیکې شوي دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې له حقيقته لرې بللې، چې ګواکې د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله اړیکه نیولې ده.
وزارت څرګندوي، د دواړو لوريو تر منځ اړیکې یوازې دوه ځله د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وې او وروستۍ اړيکه د پاکستان له لوري د نه عملي کېدو له امله بشپړه نه شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېوادونو تر منځ اړیکې باید د متقابل احترام او واقعي تعامل پر بنسټ ولاړې وي، او دا ډول ناسمې څرګندونې د ډیپلوماتیکو اصولو او متقابل درناوي له روحيې سره په ټکر کې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6999a

