بهرنیو چارو وزارت د یمن د سولې هڅې ستایو، سیاسي حل ته دې لومړیتوب ورکړل شي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلامي امارت په یمن جمهوریت کې وروستي بدلونونه له نږدې څاري او د هغو هڅو ستاینه کوي چې د یمن ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره د ښکېلو لورو له خوا ترسره کېږي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له ټولو لورو غواړي چې له هر ډول هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې د یمن یووالي، ثبات او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.
اسلامي امارت هیله څرګنده کړې، چې ټول ښکېل بهرني او کورني لوري، د یمني لورو په ګډون، د خبرو اترو او تفاهم له لارې د ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي، تر څو په یمن کې د بې‌ثباتۍ د دوام مخه ونیول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3217e
دکمه بازگشت به بالا