بهرنیو چارو وزارت: له امنیتي اقداماتو سره موازي فعاله ډیپلوماسي روانه ده

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي، پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې که څه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو تحولاتو د مهار لپاره متقابل او دفاعي اقدامات ترسره کړي، خو ورسره موازي فعاله ډیپلوماسي هم په جدي او منظم ډول پر مخ وړل شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هممهاله او همغږي بڼه کارول کېږي، څو له یوې خوا امنیتي وضعیت مدیریت شي او له بلې خوا سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې هم فعاله وساتل شي.
جلالي زیاته کړې چې په همدې چوکاټ کې د ترکیه، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مفصلې مشورتي خبرې شوې دي. د ده په وینا، په دغو خبرو کې د افغانستان رسمي دریځ شریک شوی او پر وروستیو تحولاتو هر اړخیز بحث شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي تحرکات زیات شوي او کابل هڅه کوي، د ډیپلوماسۍ او متقابلو تماسونو له لارې وضعیت مدیریت او د احتمالي ترینګلتیاوو د پراخېدو مخه ونیسي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q880q
دکمه بازگشت به بالا