بهرنیو چارو وزارت چین د افغانستان او پاکستان د شخړو د حل لپاره د رغنده رول ژمنه ورکړې

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي دي.

ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي نعيم د پاکستان او افغانستان وروستۍ شخړې ته په اشارې ويلي، له بده مرغه پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت حوصله ازمایي، خو اسلامي امارت تل د ستونزو د حل لپاره د خبرو او هوکړو لاره غوره بللې ده.

د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ له افغانستان سره د اوږدمهالو او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او د افغانستان د ملي حاکمیت او ارزښتونو په درناوي يې ټينګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او همدارنګه يې په دې برخه کې د قطر او ترکیې له منځګړیتوب هرکلی کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1145s
دکمه بازگشت به بالا