بیجېنګ د غ‍.زې د بشري وضعیت لپاره د چین ۱۰۰ مېلیونه ډالري مرسته

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په بیجېنګ کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره تر عالی‌کچې ناستې وروسته اعلان کړی، چې هېواد به یې د غزې په محاصره شوې سیمه کې د بشري حالت د ښه‌والي او بیارغونې د هڅو د پیاوړتیا لپاره ۱۰۰ مېلیونه ډالر بشري مرسته وړاندې کړي. شي جېن پېنګ دغه مرسته د پنجشنبې په ورځ د ګډې خبري ناستې پر مهال اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې بیجېنګ د منځني ختیځ د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره د خپلو هڅو دوام ته ژمن دی.

ده وویل، چین د غزې خلک یوازې د جګړې او ناورین قربانیان نه ګڼي، بلکې هغوی ته د انسانیت پر بنسټ ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي. د هغه په وینا، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د بې‌ګناه ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي او د عاجلو بشري خدمتونو د رسېدو په برخه کې همغږي او جدي اقدام وکړي. شي جېن پېنګ زیاته کړه چې د غزې وضعیت د منلو وړ نه دی او بیړنۍ مرستې د سیمې د ثبات لپاره اړینې دي.

د چین ولسمشر همداراز ویلي، چې بیجېنګ د ټول‌منلي اوربند، د مرستو د خوندي لېږد د لارې خلاصولو او د سياسي حل د پياوړتیا ملاتړ کوي. د هغه په باور، منځنی ختیځ هغه مهال له بحران څخه وځي، چې د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدل د نړیوالې اجماع په چوکاټ کې د پایداره حل لاره وګرځي.

کارپوهان وایي، چین په دې مرستې او دیپلوماتیکو څرګندونو سره هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل سیمه‌ییز رول پراخ کړي او د نړیوالو بشري هڅو په محور کې ځان ته مهم ځای ترلاسه کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w463e
دکمه بازگشت به بالا