بیهار د کورني کرېکټ په سیالیو کې د ۵۷۴ منډو په جوړولو تاریخي ریکارډ ثبت کړ

پر چهارشنبې د هند د وجې هزارې جام سیالیو په لړ کې د بیهار ایالت لوبډلې د کورني کرېکټ په تاریخ کې بېساری ریکارډ ثبت کړ او تر ټولو ډېرې منډې یې جوړې کړې.
په دې سیالۍ کې د بیهار توپوهونکو د پیاوړې او منظمې لوبې ننداره وړاندې کړه او د پنځوسو اوورونو تر بشپړېدو وروسته یې ۵۷۴ منډې جوړې کړې، چې دا شمېر د الف درجې کرېکټ په تاریخ کې د یوې لوبډلې لهخوا تر ټولو لوړې منډې بلل کېږي.
په همدې لوبه کې د بیهار ۱۴ کلن ځوان لوبغاړي ویبهو سوریاونشي هم د پام وړ لاستهراوړنه وکړه. نوموړي یوازې په ۳۶ توپونو سلیزه پوره کړه او د ۱۶ څلوریزو او ۱۶ شپږیزو په وهلو سره یې د نندارچیانو او کرېکټ مینهوالو پام ځان ته واړاوه.
د کرېکټ شنونکي دا بریا د بیهار کورني کرېکټ لپاره مهم پرمختګ بولي او وایي، دا ډول ځوان استعدادونه کولی شي په راتلونکي کې د هند کرېکټ ته نوې څېرې وروپېژني.

