تاتارستان ته د اسلامي امارت سفر: د نفتو، ګازو او صنعتي همکارۍ لپاره دوه ورځنۍ غونډه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د امارتي شرکتونو د لوی رییس مولوي احمد جان بلال په ګډون د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي تاتارستان ته سفر وکړ.

کانونو او پټرولیم وزارت وایي، ټاکل شوې دغه پلاوی له تاتارستاني چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه د خبرو ترڅنګ د دې هېواد له پراختیایي پروژو لیدنه وکړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه پلاوی به د دې سفر پرمهال د یاد هېواد په پلازمېنې کازان ښار کې « Oil, Gas and Chemistry» په نوم له نندارتون څخه د لیدنې ترڅنګ به د نفتو او ګازو په تړاو دوه ورځنۍ ناسته کې هم ګډون وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4920a
دکمه بازگشت به بالا