تاجکستان کې د ډرون برید درې چینایان ووژل شول؛ ایران، چین او ا.ا غبرګون وښود

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تاجکستان په ختلان ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې برید له امله د درې چینایي وګړو وژل غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د تاجکستان او چین له حکومتونو سره یې پیوستون څرګند کړی دی.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د ترهګرۍ د ټولو بڼو او څرګندونو په کلکه غندنه کې، د ترهګرۍ د مخنیوي او مبارزې لپاره د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا اړتیا باندې ټینګار کوي.”
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې برید د افغانستان پولې ته نږدې د ایسایم شرکت په کارګرانو ترسره شوی دی.
باید وویل شي چې ا.اهم دا برید وغندلو او د عاملینو په پیژندلو کې د تاجکستان له حکومت سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
له دې سره په دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د افغانستان سره د تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي. سفارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د تاجکستان په ختلان ولایت کې په وسلهوال برید کې درې چینایي اتباع وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د چین سفارت د برید د عاملینو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي یې دي چې بیجینګ له تاجکستان څخه غوښتي چې د برید په اړه تحقیقات وکړي.

