تارړ وايي عمران خان د سترګو درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی

د عمرانخان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هممهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلاماباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي د خان روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي. د تحریک انصاف او د هغوی ملاتړو ګوندونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې عمران خان د سترګو په درد اخته شوی.
د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې په ورځ وویل، د سترګو متخصصو ډاکټرانو عمران خان په اډیاله زندان کې معاینه کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې د لازیاتو معاينو او درملنې لپاره دې نوموړی پېمز روغتون ته ولېږدول شي.
نوموړي ویلي، چې عمران خان د شنبې په شپه روغتون ته وړل شوی و. هغه زیاته کړې:« ډاکټرانو د عمران خان د سترګو بیا معاینه وکړه او د هغه د اجازې تر ترلاسه کولو وروسته یې د سترګو یوه وړه درملنه وکړه، چې شاوخوا ۲۰ دقیقې یې وخت ونیوه».
تارړ وویل، چې له دې پروسې وروسته عمران خان له اړینو طبي لارښوونو سره بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. هغه وویل: «هغه بالکل روغ دی».

