تاریخي ورځ د افغان کرکټ لپاره: د لومړۍ ټېسټ بریا ۶ کاله پوره شول

نن د افغان کرکټ لپاره یوه ځانګړې او تاریخي ورځ ده، ځکه چې د افغان اتلانو په ټېسټ کرکټ کې د لومړۍ بریا له پېښې ۶ کاله پوره شول. په همدې ورځ، ۶ کاله مخکې، افغان ملي لوبډلې د یوې غوره، هر اړخیزې او منظمې لوبې په پایله کې د بنګله دېش ملي کرکټ لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې په ټېسټ کرکټ کې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړه.
په دې تاریخي لوبه کې د افغان لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان د توپ اچونې په دواړو پاڼو کې ۱۱ ویکټې واخیستې او په توپوهنه کې یې هم ۷۵ منډې جوړې کړې. د دې ستر لاسته راوړنې په اساس، هغه د لوبې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ. راشد خان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې یوازې دریم لوبډلمشر شو چې په یوه لوبه کې له ۱۰ ډېرې ویکټې ترلاسه کوي او همدارنګه له ۵۰ ډېرې منډې جوړوي.
سربېره پر دې، تکړه توپوهونکی رحمت شاه زرمتي په دغه لوبه کې سلیزه جوړه کړه او د لومړي افغان لوبغاړي په توګه یې په ټېسټ کرکټ کې د افغانستان په ګټه سلیزه ثبت کړه، چې د افغان کرکټ په تاریخ کې ځانګړی مقام لري.
دغه تاریخي لوبه د افغان کرکټ بل مخکښ لوبغاړی، محمد نبي لپاره هم مهمه وه، ځکه چې هغه د دې لوبې په پای کې له کرکټ سره مخه ښه وکړه.
دا پېښه نه یوازې د افغان کرکټ یوه تاریخي لحظه وه، بلکې د هېواد لپاره یې د اتلولۍ او هڅونې یوه بېساري خاطره هم پاتې کړه. د دغې بریا ۶ کلن تاریخ د افغان کرکټ پر ودې، د لوبغاړو هڅو، مهارتونو او ځلانده اتلانو د باور څرګندوی دی، چې د افغان لوبډلې د ځلانده راتلونکي لپاره الهام بښونکی دی.