تازه خبر د پاکستان مرکچي پلاوی بېرته خبرو ته راګرځېدلی

د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستان مرکچي پلاوی چې له استانبوله پاکستان ته روان شوی و، بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی.
سرچینې وایي، د افغانستان او پاکستان د خبرو دواړو لورو د درېمګړو هېوادونو، قطر او ترکیې، په مرسته خپل نظرونه تبادله کړي، او تمه ده چې خبرې نن (پنجشنبه) بېرته له سره پیل شي.
د سرچینو په وینا، پاکستاني مرکچیانو تېره شپه له کومې هوکړې پرته استانبول پرېښی و، خو د منځګړو هڅو له امله د خبرو لړۍ بېرته فعاله شوې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6814a

